اذان انلاین AzaanOnline.com

ایران: د جامع مسجد امام وژونکی په علني ډول اعدام شو

د ایران حکومت په جنوبي ښار “کازرون” کې د جامع مسجد امام وژونکی د سوونو خلکو پر وړاندې اعدام کړ.
وژونکي “حامد رضا” د ایران جامع مسجد امام “محمد خرسندي” ۲۹-د مئ روژې میاشت کې پر چاقوانو وهلی و، چې د سختو ټپونو امله یې ساه ورکړې وه.
ویل شوي” محمد خرسندي “د ایران سترې محکمې له لورې په ۲۰۰۷-کال د فارس د جامع مسجد امام ټاکل شوی و.
وژونکی” حامد رضا” په خپل جرم اقرار کړی و او د امام پر وژلو یې هیڅ قسم پښیمانتیا نه وه ښودلی، چې په نتیجه کې ورته د وژل شوي امام کورنۍ له لورې بخښنه ونشوه.

دا هم ولولئ