اذان انلاین AzaanOnline.com

چيچنيا کې د اروپا تر ټولو ستر مسجد پرانستل شو

الجزيرة
د چيچنيا د پلازمېنې ګروزني ختيځ پروت ښار شالي کې د “فخر المسلمين” په نوم مسجد جوړ او پرانستل شو.
فخر المسلمين مسجد کې ۱۲۰۰۰۰ يو لک او شل زره لمونځ کوونکي يو وخت ځاييږي.
خبر وايي مسجد دوه پوړه دی، چې دننه يې شل زره او بهر يې يو لک لمونځ کوونکي ځاييږي.
مسجد د اسلامي همکارۍ د سازمان مشر يوسف العثيمين او د چيچنيا ولسمشر رمضان قديروف په حضور افتتاح شو.
خبر وايي مسجد په اسلامي عمراني طراز جوړ شوی. بهرنۍ ساحې يې شنې او خوندورې دي، چې د راتلونکو خلکو نظر جلبوي.

دا هم ولولئ