اذان انلاین AzaanOnline.com

وحدت د زخمي امت مرهم

کله نه چې محمد صلی الله علیه وسلم او ملګرو یې دښمن یو، یو مات کړ، یهود او د مکې مشرکینو خپل منځ کې د اختلاف هر رنګه پولې ړنګې کړې، فوځي ایتلاف یې جوړ کړ، او میدان ته راووتل، خو نتیجه منفي وه، بېرته همدوی وځپل شول او مسلسل ناکام شول، خو قرار نه شول له هماغې ورځې یهود لاس په کار و، تر څو د مسلمانانو د پرمختګ مخ ډپ کړي او په ګونډو یې کړي، دې کار ترې سوونه کاله واخېسته، خو یهود ناهیلي نه ول، تردې چې عیسویانو سره هم ګډ شول، اسلامي تاریخ ته په کتو، دوی اسلامي حکومتونو کې ننوتل او د اسلامي امت د را پرځولو اسباب یې درک او بالاخره د عثماني خلافت په ړنګولو دوی ټول په ټوله بریالي او خپل هغه ارمان چې سوونه کاله یې ورته لاس په کار او منتظر و؛ پوره شو، چې هغه د اسلامي امت وحدت او یوه حکمراني ختمول و، امت کې یې داسې درز جوړ کړ، چې پیوستون یې ناممکن نه، خو خورا مشکل دی، امت شل تقسیمه، بېل او جدا، جدا حکمراني او ملکونه، هر ملک شل تنظیمه او حزبونه، چې یو بل سره داسې لاس ګریوان دي، چې خپل دښمن یې په خیال او خاطر هم نه راځي، هغوی داسې مسلط دي داسې، چې اسلامي ممالکو هغه خلک حکمرانۍ ته رسوي، چې همدا ازلي دښمن یې وغواړي او مکمل د همدوی منونکی وي، هغه خلک چې دا حالت له منځه وړل غواړي، شهید، بندي، بل ملک ته تبعید او په سیاست کې د نه ګډون په پلمه یې ژبه قلف شوې، تر څو د حق اواز پورته نشي، تازه خبر دا دی، چې یهود مسجد اقصی د هر قسم عبادت په وړاندې بندوي او د سېل او سیاحت لپاره یې پارک ګرځوي او په نوره اسلامي نړۍ کې یې لاسوهنه په خپل ځای، یهود نه د اردن هیواد په غبرګون غوږ ګروي او نه یې د اردوغان خبري کنفرانس نه سترګه سوزي، امت به یهود یواځې په اتحاد وهي او همدغه اتحاد او وحدت د اسلامي امت د ژور ټپ مرهم دی.
بلال سبحاني

دا هم ولولئ