اذان انلاین AzaanOnline.com

اسلامي دعوتګر ذاکر نایک له مالیزیانو بخښنه غوښتې

د هند اسلامي دعوتګر ډاکټر “ذاکر نایک “د خپلو هغو خبرو بخښنه غوښتې ،چې د مالیزیا هیواد په اړه یې کړې وې.
ډاکټر “نایک “وروسته له هغې له مالیزیانو بخښنه و غوښته چې د مالیزیا پولیسو ترې د کړو خبرو وضاحت وغوښت.
نایک د مالیزیا په اړه ویلي یې و: کوم حق او ازادي چې د هند حکومت د هند مسلمانانو ته ورکړې، د دې پرتله ۱۰۰- چنده زیات هندوانو ته مالیزیا کې ورکړل شوې.
نایک له بخښنې غوښتو سره ویلي: زما له خبرو نا سم پوهاوی اخیستل شوی، زما مطلب دا ندی چې زه چا ته تکلیف ورسوم او یا په خلکو کې نفرت خپور کړم ،کوم کار چې په اسلام کې هم منعه شوی.
د مالیزیا لومړي وزیر “مهاتیر محمد “د نایک په اړه ویلي و: ذاکر نایک په اسلامي معلوماتو او دعوت کې پوره ازادي لري، مګر د مالیزیا په اړه به له سیاسي خبرو ځان ساتي.
یاده دې وي چې ډاکټر نایک باندې د هند حکومت له لوري د نفرت خپرونکو بیانونو او ځیني مالي تورونه هم پوري دي، چې له امله یې مالیزیا ته پنا وړې ده.

دا هم ولولئ