اذان انلاین AzaanOnline.com

اردن: اسراییل دې د اقصی د ویشلو کوښښونه بند کړي

اردن په لومړي ځل د اسراییلو خلاف توند غبرګون ښیی، اردن وزارت خارجه اسراییلي سفیر طلب کړی او ورته ویلي یې دي، چې اسراییل دې د اقصی د ویشلو کوښښونه بند کړي، د اردن وزرات خارجه همدا راز اسرییلي سفیر ته ویلي، چې اسراییل دې مسجد اقصی کې اشغالانه چلند زر تر زره بند کړي، کنې د مسلمانانو سخت غبرګون سره به مخ شي.
د خبر مطابق اسرییل غواړي، چې د مسجد اقصی ځنې برخې یهودو ته ورکړي او یا هم د مسلمانانو عبادت لپاره په اقصی کې یو ځای ځانګړی کړي، خبر زیاتوي، چې یهود همداراز غواړي، چې اقصی یواځې د سېل او تفریح لپاره ځانګړی کړي او عبادت په کې بند کړي، چې په اړه یې اردن هیواد غبرګون وښود، خبر وایي، چې د اسراییلو د تازه پرېکړو په اړه د عربي ممالکو نه غبرګون او چوپتیا اسراییل نور هم په فلسطین کې په اشغالانه کړنو ور تېز کړي.

دا هم ولولئ