اذان انلاین AzaanOnline.com
  • کورپاڼه
  • چار چاپېر
  • پاکستان: پنجاب ایالت کې د ښځو له لوري د خپلو خاوندانو وژنه کې زیاتوالی راغلی

پاکستان: پنجاب ایالت کې د ښځو له لوري د خپلو خاوندانو وژنه کې زیاتوالی راغلی

پاکستاني مشهورې رسنۍ ایکسپریس خبرپاڼې په وینا د پاکستان پنجاب ایالت کې د ښځو له لوري د خپلو میړونو وژنه کې اضافه والی راغلی، د پنجاب د پولیسو مشر اسماعیل کهاړک په وینا دوی ته په روان ۲۰۱۹م کال کې ۸ دغسې پېښې رسیدلي، چې په تېرو کالونو کې دغه پېښې په نشت حساب وې، د پولیسو مشر وایي: د پولیسو تفتیش له مخې دغه پېښې د غربت، د ښځې او خاوند ترمنځ کورنۍ شخړې، نشه، او یا هم د ښځې او خاوند د نورو هلکانو یا انجونو سره د اړیکو په نیولو صورت موندلی، د پولیسو مشر زیاته کړې چې په یاده پېښه کې د کورني او خارجي ناکاره فلمونه رول هم شته، خو د پنجاب دیني عالمان بیا وایي، چې دغه پېښې د اسلامي احکاماتو د نه اجرا کېدو او په شرعي توګه د نکاح نه کولو وجهې نه زیادت موندلی.

دا هم ولولئ