اذان انلاین AzaanOnline.com

هغه څه چې له مرګ وروسته هم در رسیږي.

انسان چې کله ومري دنیا سره یې هر رنګه اړیکه پرې کېږي، مګر یو څه شیان داسې دي، چې هغه ور رسیږي او روح یې پرې خوشالي مومي، دغه شیان رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو حدیث شریف کې بیان کړي، فرمايي: کله چې بنی ادم ومري دنیا سره یې هر رنګه اړیکه پرې شي، مګر درې شیان ورسیږي، نېک اولاد چې دعاوې ورته کوي، دوهم: علم نافع، چې شاګردان دې روزلي وي، هغوی مخکې علم نشروي او خېر یې مرحوم ته رسیږي، صدقه یې جاریه ده، هغه چې خېر ژوندیو ته رسیږي، مرحوم ته یې اجر رسېږي، که څوک په دنیا دغه درې د خېر لارې و نه لري، ضرور باید داسې څه و نه لري، چې وبال یې ور رسېږي، باقي په دنیا هېڅ څېز د چا په ښه نه ورځي، تر ټولو نېږدې خپل، خپلوان او ملګرو کې ښه هغه دي، چې دعا در وکړي، له درې ورځو وروسته شریعت هم اجازه نه ورکوي، چې په مرحوم ویر او خفګان، تعزیت وشي او هغه درې ورځې هم یو اردو زبان شاعر داسې انځور کړي.
بتاوں میں تجھے کہ مرنے کا بعد کیا ہوا
احباب جمہ ہوا پلاو کہاکر فاتحہ ہوا
خلص دا چې له مرګ پس دې هغه ښه ملګري را ټول، ښه غوړ پلاو وخوري فاتحه وشي.

دا هم ولولئ