اذان انلاین AzaanOnline.com

تر ټولو بد غل پېژنئ؟

د عنوان په لېدو به مو ذهن ته څه درغلي وي، چې ستر او بد غل به څوک وي؟ هغه چې ډېرې پیسې غلا کړي؟، هغه چې ډېرې موټرې وتښتوي …..؟خو نه، هغه چې تر ټولو بد غل ښوول شوې، په لاندې حدیث شریف کې لوستی شئ.
عن ابي قتادة رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم” اسوء الناس سرقة الذي یسرق من صلاته قالو یا رسول الله و کیف یسرق من صلاته؟! قال لا یتم رکوعها ولا سجودها. احمد ج ۵ او طبراني
ژباړه: له ابو قتادة رضی الله عنه نه روایت هغه وايي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي: بد د خلکو نه په غلا کولو کې هغه دی، چې هغه له خپل لمونځ نه غلا کوي، صحابه کرام پوښتنه کوي، چې ای د الله جل جلاله رسوله! له خپل لمونځ نه څنګه غلا کوي؟ هغه مبارک وویل، چې رکوع او سجده یې نه بشپړوي.

دا هم ولولئ