اذان انلاین AzaanOnline.com
  • کورپاڼه
  • چار چاپېر
  • سعودي لیکوال په راروانو کلونو کې فلسطینیان له حج منعه کیدو غوښتنه کړې

سعودي لیکوال په راروانو کلونو کې فلسطینیان له حج منعه کیدو غوښتنه کړې

سعودي لیکوال محمد ال الشیخ، چې موجوده حکومت ته ژمن او حامي دی، له سعودي حکومته غوښتنه کړې چې په اینده کلونو کې فلسطینیان له حج اداء کولو څخه منعه کړي.
محمد آل الشیخ فلسطینیان د ناوړه صفات لرونکي بللي اوویلي یې دي چې فلسطینیانو سره یواځې اسرائیلي فوځونه په چلند ښه پوهیږي.
د محمد ال الشیخ پر دغو خبرو زیات شمېر مسلمانانو غبرګونونه ښوولي او په خواله رسنیو کې یې د فلسطین او فلسطینیانو په حق کې اواز پورته کړی.
یادو خلکو ویلي: فلسطین کې مسجد اقصی وجود لري کومه چې د مسلمانانو لومړۍ قبله وه، خلکو زیاته کړې چې یهود د مسلمانانو دښمنان دي څنګه د یو اسلامي هیواد مخکښ شخص کولی شي چې یهود پر مسلمانانو غوره وګڼي؟؟!
د رأی الیوم خبر پاڼې د خبر په اساس محمد ال الشیخ دا خبره هغه وخت کړې، کله چې فلسطینیانو په خواله رسنیو کې د منی څخه خپره شوې ویډیو کې په ډلیېز ډول فلسطین ته دعا کوله او دا شعار یې ورکولو: اقصی! موږ به دې پر خپلو وینو او غوښو ساتنه کوو ، یهود یې یرغلګر او په اسلامي مقدساتو تېري کونکي وباله او هم مهاله یې ورته ښېراوې وکړې.

دا هم ولولئ