اذان انلاین AzaanOnline.com
Image processed by CodeCarvings Piczard ### FREE Community Edition ### on 2018-08-14 08:24:47Z | |

عرفه او د روژې اجر او ثواب یې!

تبلیغي حضرات یو خبره کوي، چې الله جلّ جلاله د بنده بښنې او جنت ته د بوتلنې لپاره اسهلې لارې سازې کړي، د نېکۍ او ثواب باب یې دومره وسیع ګرځولې، چې مسلمان ته په ورین تندي مخامخ کېدنه هم ثواب لري او له خپلې بي بي او کورودانې سره یې صحبت هم صدقه ګرځولې، خو ځنې اعمال بیا داسې دي، چې د نېکۍ په تول ډېر درانه پرېځوي او خورا زیات اجر او ثواب له کبله د خلکو سترګې وراوړي، چې یو له هغې جملې د عرفې د ورځې روژه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم نه د دې ورځې د روژې په اړه و پوښتل شول رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یکفر سنة الماضیة والباقیة. مسلم
معنی دا چې د عرفې ورځې روژه د تېر کال او اینده یو کال ګناهونه رېژوي.
د پورته حدیث شریف راوي ابو قتادة رضی الله تعالی عنه دی

دا هم ولولئ