اذان انلاین AzaanOnline.com

سبا شنبه به د ۱۶۰- کسانو له لورې د کعبې غلاف بدلیږي

د سعودي لوړ رتبه غړو د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۹-د ذی الحجې به د کعبې غلاف بدلیږي.
د مسجد حرام د چارو عمومي مشر احمد منصور ویلي: د شنبې سهار لمانځه وروسته به د کعبې شریفې څخه پخوانی غلاف ویستل کیږي او نوی غلاف به ور اغوستل کیږي.
احمد منصور په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د ملک عبدالعزیز ټولنه کومه چې د کعبې غلاف جوړونه کې کار کوي تر ۲۰۰کسانو رسیږي چې ټول یې د سعودي اوسیدونکي دي.او دې خبرې ته یې هم اشاره کړې چې د کعبې غلاف کې ۶۷۰-کیلو وریښم،۱۲۰-کیلو سره زر او ۱۰۰-کیلو سپین زر کارول شوي دي. او د غلاف بهرني طرف باندې د خیاطانو له لورې د” یا الله یا الله” لا اله الا الله محمدرسول الله” سبحان الله وبحمده” سبحان الله العظیم” او د” یا دیان یا منان “کلیمات لیکل شوي دي.

دا هم ولولئ