اذان انلاین AzaanOnline.com
  • کورپاڼه
  • چار چاپېر
  • “سعيد مسك” هغه فلسطینی دی چې ۱۷-کلونو راهیسې د مسجد اقصی کوترو ته خواړه ورکوي

“سعيد مسك” هغه فلسطینی دی چې ۱۷-کلونو راهیسې د مسجد اقصی کوترو ته خواړه ورکوي

السلام علیکم ای کوترو زه خاص د الله رضا لپاره تاسو ته خواړه درکوم او د هیڅ بدلې غوښتونکی یې له تاسو څخه نه یم. دا هغه کلیمات دي چې سعید مسک یې سهار لمانځه ادا کولو لپاره مسجد اقصی ته د ننوتلو پر مهال وایي او وروسته بیا د غنمو دانې په مختلفو ځایونو کې کوترو ته شیندي،چې ورپسې د سهار لمونځ په جمعه ادا کوي.
الجزیرې خبر پاڼې د “سعید مسک “په هکله ویلي:۱۷-کاله کیږي سعید مسک هره ورځ سهار لمانځه ادا کولو لپاره مسجد اقصی ته راځي چې ځان سره ۷-کیلو ګرام غنم او یوه خلته خاص خواړه د اقصی کوترو ته راوړي،هغه پداسې حال کې چې هره ورځ یې اسرائیلي اشغالګر د اقصی” حطة “دروازې سره تالاشي اخلي او خلتې یې ګوري چې د غنمو وړلو علت یې هم پوښتي.
۱۷-کاله مخکې سعید مسک یو سپین ږیري سره مسجد اقصی که مخ شوی و،چې د اقصی کوترو ته یې خواړه ورکول ، له سعید څخه یې هم د کومک غوښتنه کړې وه چې له همغې ورځې څخه تر اوسه پورې سعید د اقصی کوترو ته خواړه ورکوي.
سعید دا خپله نیک بختي ګڼي او وایي: زما له مرګ وروسته به زما زامن د اقصی کوترو ته خواړه ورکوي.

دا هم ولولئ