اذان انلاین AzaanOnline.com

د اخوان المسلمين زنداني مشر ۷۶ کلن شو

الجزيرة
د محمد بديع لور ضُحا ويلي، چې پلار مې د چهارشنبې ورځ ۷/اګست/ ۲۰۱۹ د قاهرې په يو زندان کې ۷۶ کلن شو. ضحا وايي پلار مې په يوازې پنجره کې پروت دی او پر زمکه ويده کيږي.
د محمد بديع لور اندېښنه ښوولې، چې د جېب په پيسو به يې د علاج اجازه لرلې وي که نه؟
محمد بديع له يوې ډېرو موضوعاتو کې متهم دی، چې ځينې يې لا اصلا څېړل شوې هم نه دي. د محمد بديع لور ضحا وايي پلار مې د ژوند ۱۹ کاله زندان تېر کړی او له دې وروسته مې دعا ده، چې روان کال پای ته نه وي رسېدلی او پلار مې کور ته راشي.
مصری اکاډميک محمد بديع په ۱۹۴۳ کې زېږېدلی. په ۱۹۵۹ کې يې اخوان المسلمين سره ملګری شو. په ۲۰۱۰ کې د اخوان المسلمين مرشد شو او په ۲۰۱۳ کې د محمد مرسي شهيد له نظام ړنګولو وروسته د مصر پوځ ونيو، چې تر اوسه زندان کې د ژوند کړاوجن پړاو تېروي.

دا هم ولولئ