اذان انلاین AzaanOnline.com

د اسرايیلو د ترانسپورت وزير: موږ د يهودي شريعت سيوري ته ژوند غواړو

الجزیرة
بېتسلېیل سموترچ د اسراييلو د ترانسپورت بر حال وزير دی. پر خپلې فيسبوک پاڼې يې ليکلي: موږ داسې هېواد کې اوسېده غواړو چې تورات يې اداره کړي، موږ يهودي شريعت غواړو. دا خبره مې د اسراييلو د مختلفو شخصيتونو مخ کې وکړه.
سموترچ وايي ما عين وخت کې دا هم څرګنده کړه، موږ يهودي شريعت غواړو خو پر نورو يې نه شو تحميلولی، ځکه دلته له يهودو پرته نور ډېر خلک اوسي.
سموترچ دا خبرې اصلا يو ديني کنفرانس کې کړې وې، چې دلته يې د توضيح په بڼه پوسټ وکړ.
د سموترچ دې نظر ډېر غبرګونونه راپارولي، ډېر خلک يې غوسه کړي. هغوی وايي اسراييلي قانون زموږ ژوند خوندي کړی، دا نارې به مو قانون وننګوي.
د “اسراييل زموږ کور دی” ګوند مشر او پخوانی دفاع وزیر اويغدور لېبرمين ويلي:
که سموترچ مو له ملګرو سره پرېښود، يوه ورځ به د اسراييلي قانون پر ځای دا ووينئ.
څارونکي وايي، اسراييل يوازينی دولت دی چې نوم د ديني هويت څرګندوی دی. د نړۍ هېڅ دولت داسې نه شي کولی.
څارونکي زياتوي:
د يهودي شريعت نفاذ او عدم نفاذ څه توپير نه لري، اسراييل په هر صورت متعصب ديني او عنصري دولت دی چې د نړۍ هېڅ دولت يې مخه نه شي نيولی.

دا هم ولولئ