اذان انلاین AzaanOnline.com

د ذی لحجې میاشت د لومړۍ لسیزې فضلیت

که چېرته مسلمان د شریعت په لار په پوره معنا تګ وکړي، نو د نورو اعمالو برسېره یې خوب او خوراک هم عبادت ګرځي، خو په اوس وخت کې به داسې خلک ډېر کم وموندل شي چې د هغه خوب او خوراک هم په عبادت حساب شي، ځکه چې فتنې دومره زیاتې شوي چې د وړې نېکۍ کولو مخه یې هم ډپ کړې، څنګه چې دنیا کې معمولا هر څېز لپاره یو سېزن وي او دهغې لپاره بیا یو بازار لګي چې په کې په ارزانه بیه قیمتي شیان را نېول کېږي، همداسې په کال کې یو ځل دوه ځل د عباداتو سېزن هم راځيچې په کې کم او لګ اعمال درانده تول کېږي او د ګناهونو د بښل کېدو سبب ګرځي، څنګه چې داسې شپې او ورځې کمې او محدودې وي، نو له داسې موقع نه استفاده په کار ده چې په لږ عمل سره په لنډه موده کې زیات ثواب او اجر حاصل کړو، مخ ته داسې ورځې راروانې دي چې لګ عمل په کې ډېر قیمتي کېږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم امت ته په کې د عبادت کولو ترغیب ورکړی، چې هغه اوله عشره د ذی الحجې د میاشتې ده، د دې میاشتې په اړه رسول الله مبارک فرمایي: بخاري د حدیث شریف نقل کوي
وعن ابن عباس رضی الله عنهما قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ما من ایام العمل الصالح فیها احب الی الله من هذه الایام یعنی ایام العشر قالو یارسول الله ولا الجهاد فی سبیل الله؟ قال ولا الجهاد فی سبیل الله، الا رجل خرج بنفسه وماله، فلم یرجع من ذلک بشئ.بخاري
ژباړه:له حضرت ابن عباس رضی الله عنهما نه روایت دی چې رسول الله وفرمایل: هېڅ داسې ورځ نشته چې نېک عمل په هغې کې الله تعالی دومره محبوب وي، لکه څومره چې په دغو ورځو کې الله تعالی محبوب دی یعنې د ذالحجې د میاشتې اوله عشره” صحابه پوښتنه چې جهاد هم نه دی؟ هغه مبارک جواب ورکړ، چې هو جهاد هم، مګر هغه کس چې د الله په لار کې په نفس او مال سره ووځي او بیا هغې کې هېڅ هم را نه وړي یعنې شهید شي هغه شخص تری بهتر دی.
له پورته حدیث شریف د دې ورځو اهمیت ښه را معلوميږي، خو د دې خبرې یاد ساتل هم مهم دي، چې په کومو ورځو کې نېکیانې زیات ثواب لري همداسې د ګناه وبال هم دوه چنده دی..
محمودالحسن

دا هم ولولئ