اذان انلاین AzaanOnline.com

په ژبه د رب یاد او یو ځانګړنه!

مولانا محمودالحسن

د یوه عالم له خولې
ستر مفسر امام مجاهد رحمه الله د دې ایت( یاایهاالذین امنواذکرالله ذکرا کثیرا) تر تفسیر لاندې لیکي: چې انسان له درې حالتونو خالي نه دی، یا به ناست وي، یا به ولاړ او یا به ملاست وي، کله چې یو څوک په دې درې حالتونو کې الله ج یاد کړي، ځان به د پورته ایت مصداق و ګرځوي، د ذکر کثیر مقابل کې ذکر قلیل دی، استاد ویل: مومن باید لږ ذکر ونکړي، ځکه لږ ذکر د منافق خاصه ښودلې شوې ده.الله ج فرمایي: ولا یذکرون الله الا قلیلا معنی دا چې دا منافقین الله ج نه یادوي مګر لږ.
استاد د ابن عباس رضی الله عنهما قول بیانوه ویل یې: هر عبادت لره خپل حد وي، مګر د الله ج یاد لره هېڅ حد نشته، دا عبادت به هم په ژبه کوې، هم په زړه، په سفر هم او په اقامت هم، په مرض او صحت دواړو، غربت او مالدارۍ کې به هم رب یادوې، دا چې ذِکر بالسان هېڅ حد نلري، همدا یې ځانګړنه ده.

دا هم ولولئ