اذان انلاین AzaanOnline.com

کارونه مو په سړه سینه او سوچ سره انجام کړئ!

مولانا محمودالحسن

اسلام هر کار کې د نرمۍ، سوچ او فکر کولو امر کوي، د تلوار او جلتۍ له بدو عواقبو یې ویروي او ورته فرمایي: چې “العجلة من الشیطان” تلوار او بیړه کول په خپلو کارونو کې د شیطان زېږنده ده، کوم څېز چې له شیطانه نشأة وکړي، نو معلومه یې کړئ او انجام یې هم خپله وسنجوئ، چې څومره مهلک به وي؟ مشران وایي: څوک چې څومره تېز ځغلي هغومره تېز به پرزي، له همدې امله رسول الله صلي الله بهترین له کارونو نه هغه ګرځولی، چې هغه “اوسطها” وي فرمایي: خیر الامور اوسطها معنی دا چې بهترین له کارونو هغه دی، چې په اعتدال او میانه روۍ سره سر ته ورسیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم اشجِّ عبدالقیس صحابي ته هم زیری ورکوي او هم یې توصیف کوي ورته وایي: تا کې دوه داسې ځانګړتیاوې دي، چې الله جل جلاله ته ډېرې خوښې دي، چې هغه “الحلم والاناة” یعنې یو نرمي او بل په سوچ او فکر سره کار انجامول، بیا په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم امت ته درس ورکوي او د لارښونې په پار ورته وایي: ان الله رفیق یحب الرفق فی الامر کله. معنی دا چې الله جلّ جلاله ډېر نرمي کونکی دی او هر کار کې نرمي خوښوي، لنډه دا چې نرمي د هر کار لپاره زیور او ګاڼه ده، چې ښایسته کوي یې او ښکلا وربښي او نه نرمي د یو ښایسته کار ښکلا تروړلی شي، چا چې خپلو کارونو کې په ځان نرمي بنده کړه، حقیقت کې یاد شخص په خپل ځان د خېر ټولې دروازې وتړلې.

دا هم ولولئ