اذان انلاین AzaanOnline.com
  • کورپاڼه
  • چار چاپېر
  • ترکیه: ښځه او خاوند ۷۰-کاله ګډ ژوند کولو وروسته په یوه ورځ دنیا سره خدای پاماني کړې

ترکیه: ښځه او خاوند ۷۰-کاله ګډ ژوند کولو وروسته په یوه ورځ دنیا سره خدای پاماني کړې

د ترکیې هیواد انطالیا ولایت کې ښځه او خاوند ۷۰ -کاله ګډ ژوند کولو وروسته په یوه ورځ مړه شوي .
“راضیه یلماز” او’ عبدالرحمن یلماز’ پداسې حال کې مړه شوي چې۱۱-زامن او ۳۰-لمسیان یې درلودل.
۵۵-کلن زوی یې” طوران” ویلي: والدینو مو له یو بل سره زیاته مینه کوله او د زامنو په سالمه تربیه یې ډېر ټینګار کاوه سره له دې چې ژوند کې یې تر ډېره حده مشکلات هم درلودل.
“طوران” زیاته کړې ده چې مور یې په خپل کور کې او پلار یې د انطالیا ولایت په یو روغتون کې پداسې حال کې وفات شوی، چې د دواړه د مرګ تر منځ ۲۶ دقې فرق و.
ددواړو جنازه انطالیا ولایت د” مورییر”کلي کې ادا شوې،چې ګڼ شمېر کسانو پکې شرکت کړی و.

دا هم ولولئ