اذان انلاین AzaanOnline.com

هالنډ:”نداء” اسلامي ډلې د ښځو دحجاب ټولې جریمې منلي

د هالنډ” نداء”اسلامي ډلې د هغو ټولو مالي جریمو د ورکولو اعلان وکړ، کومې چې به د هالنډ حکومت لخوا په راروان اګست کې له محجوبو ښځو اخستل کیږي.
د هالنډ حکومت د قانون له مخې به له هغو ښځو څخه ۱۵۰-یورو جریمه اخستل کیږي کومې چې غواړي په عامه ځایونو کې مخ پټ وساتي.
د اسلامي ډلې یو غړي “جمیل یلماز “یوې خبري پاڼې ته ویلي:نداء اسلامي ډله به۱۵۰-یورو د هغو مسلمانو ښځو د حجاب جریمه د هالنډ حکومت ته ورکوي ،کومه چې د هالنډ حکومت په عامه ځایونو کې په ټول مخ پټولو باندې لګولې ده.
او همدارنګه یلماز زیاته کړې ده چې مونږ هغو ټولو ښځو سره مرستې ته ولاړ یو، کومې چې د ټولې ازادۍ سره، سره حجاب خوښوي.
نداء اسلامي ډلې د هالنډ پر مسلمانانو غږ کړی ،چې د مسلمانو ښځو لپاره دې نداء اسلامي ډلې سره پوره مالي همکاري وکړي.

دا هم ولولئ