اذان انلاین AzaanOnline.com

سوډان: صومالي زده کوونکي د خپلې آیندې په اړه اندیښمن دي

سوډان کې د صومالیا زده کوونکي د تېر دسمبر میاشتې را په دیخوا د لاریونو له کبله په بوهنتونونو کې د درسونو د نه شتون له امله خپلې ایندې په اړه فکرمند دي، چې اوس مهال په تنګسه کې شپې ورځې سبا کوي.
سوډان کې د خارجي زده کوونکو په نسبت تر تولو زیات ذده کوونکي صومالیان دي،چې ۷-زره ذده کوونکي یې اوس مهال په۲۰-مختلفو پوهنتونونو کې زده کړه کوي ،چې ۲۰۰۰-یمني او ۱۲۰۰-مصري ذکوونکي هم په دې پوهنتونونو کې خپلې زده کړې پر مخ بیایي.
تېر دسمبر میاشت کې د لاریونو سره،سره د سوډان تعلیم او تربیې وزارت لخوا په ۳۸-حکومتي پوهنتونونو کې د درسونو د پیلولو امر شوی و.خو د لاریونو د زیاتوالي سره په ټولو تعلیمي ادارو کې د استاذانو د نه شتون له امله درسونه په مکمل ډول درول شوي و.
صومالي زده کوونکي په سوډان کې د ارامۍ په انتظار شپې او ورځې سبا کوي او وایی:مونږ نشو کولای چې په خپل هیواد کې زده کړې سر ته ورسوو ،ځکه په هغو شیانو کې چې غواړو تخصص وکړو هغه دصومال پوهنتونونو کې وجود نه لري.او کم سهولیات چې ته دلته راکول کیږي هغه هلته نشته.

دا هم ولولئ