اذان انلاین AzaanOnline.com
  • کورپاڼه
  • چار چاپېر
  • “کریستوفر نایت’ هغه امریکایي دی چې۲۷-کاله یې له خلکو جدا په یو ځنګل کې تېر کړي

“کریستوفر نایت’ هغه امریکایي دی چې۲۷-کاله یې له خلکو جدا په یو ځنګل کې تېر کړي

په ۱۹۸۶-کال کې” کریستوفرنایت” په خپل موتر کې د” مین” په نامه ولایت کې یو ځنګل ته په سفر لاړ و،چې د ځنګل خوښیدو وروسته یې د کیګدۍ جوړولو او د اوسیدو ټول اسباب له ځان سره واخستل او موټر یې پریښود چې بیا یې هغه ځنګل کې پوره ۲۷ -کاله تېر کړل.
“نایت” چې کله ځنګل ولید زړه یې وغوښتل چې همدغه ځای کې ځانته جونګړه جوړه،او خپل ژوند تنها شروع کړي.
“نایت’ به ټول خپل ضروریات د کشتیوانانو له یوې خونې څخه غلا کول ،لکه جامې،بوټان،خواړه،د اور لګولو اسباب ،چې کشتیوانان له ډېرو غلاو تنګ راغلل ،چې د سیمي اړوند پولیسو ورته څارونکی وټاکه او اخر پولیس وتوانیدل چې نایت ونیسي.
نایت ویلي نه مې غوښتل چې د خلکو تر منځ ووسم زما ژوند د خلکو منځ کې نا ارامه و، ځکه مې ځنګل غوره کړ.
د بی بی سي خبر پاڼې د خبر په اساس د ځنګل هغه سیمه چی نایت پکې ژوند کاوه د ژمي په موسم کې د حرارت درجه منفی ۲۰- وي ،سره له دې نایت په ۲۷-کلونو کې د خلکو له ویرې د شپې اور ندی لګولی چې دا یو حیرانونکی کار دی.

دا هم ولولئ