اذان انلاین AzaanOnline.com

حسد څه ته وایي؟او علاج یې څه دی

حسد د یو انسان د نعمت د ختمیدو ارزو او تمنا کولو ته حسد وایی.مثلا دیو شخص ښیګڼې او مرستې ته په کمه کتل او په ځانګړي ډول کله چې یو شخص په ترقۍ،راحت ، پرمختګ او لوړ منصب وګوري، زړه یې تاو شروع کړي او غواړي چې ددغه شخص څخه دغه راحت او منصب ولاړ او ختم شي.
حسد د مرضونو له جملې څخه یو هغه خطرناک مرض دی چې په هر ځای او هره اداره کې ډېر عام دی ،چې د سړي زړه فاسدوي،او کله چې زړه فاسد شي د انسان بدن ،اخلاق او آداب ورسره هم فاسد او خرابیږي .حسد سره د انسان زړه سختیږي ،چې بیا نه ترحم پیژني او نه رحم کونکی او نه تقوی پیژني نه متقیان.حسد کوونکی انسان شیطان تر هغه پورې د نورو خلکو څخه لرې او جدا کړی وي، تر څو چې یې دین او دنیا دواړه ورخراب کړي.
پیغمبر《 صلی الله علیه وسلم》 فرمایلي:لا تباغضوا ولاتحاسدوا ولا تدابروا وکونوا عبادالله اخوانا.
ترجمه:تاسو یو له بل سره بغض مکوئ ، مه له یو بل سره حسد کوئ او مه یو بل ته سټونو ورګرځوئ، تاسو د الله بندګان او سره ورونه شئ.او همدارنګه یې بل حدیث کې فرمایلي: حسد د انسان نیک اعمال دا رنګ خوري او له منځه یې وړي،لکه څنګه چې اور لرګي خوري.
ابن القیم رحمه الله ویلي:د ګناه تادابونه ۳-دي
۱- کبر
۲-حرص
۳-حسد
کبر: شیطان کړی و، چې د الله نا فرماني ورڅخه وشوه او جهنم یې ځای شو.
حرص: آدم علیه السلام کړی و چې له جنت څخه ووت.
حسد: د ادم علیه السلام زوی قابیل کړی و، چې خپل ورور هابیل یې مړ کړ.
علماء فرمایي: چې حسد یوه کبیره ګناه ده او ددې په وجه انسان نورو کبیره ګناهونو کې اخته کیږي مثلا دروغ ویل، غیبت کول، بهتان تړل ، قتل کول چې دا تولې کبیره ګناهګانې دي چې له حسد څخه پیدا او منځ ته راځي.
دحسد علاج علماء په لاندې ډول ښایي:
د قرآن تلاوت کول،تقوی، صبر،اخلاص،قناعت کول،سلام اچول،دعاء او صدقه کول، او پر دې ځان پوهول چې حسد د سړي دنیا او اخرت خرابوي.

دا هم ولولئ