اذان انلاین AzaanOnline.com
Antalya,Manavgat,Türkey - September 9, 2017: Muslim Friday mass prayer in Turkey ,Manavgat Külliye Mosque

ایا لمونځ مو له بدیو نه ژغوري؟

دا پوښتنه به ډېرو سره وي، چې لمونځ کوم، خو له بدیو مې مانع نه ګرځي؟
یو استاد د دې آیت کریمه ترجمه او تفسیر کاوه( ان الصلاة تنهی عن الفحشاء) معنی دا چې پرته له شکه لمونځ مو له بدیو او منکراتو ژغوري، خو پوښتنه داده چې موږ ټول پنځه وخته لمونځ کوو، خو بیا هم سر تر پایه په بدیو او منکراتو کې ډوب یو؟
استاد یې په اړه داسې تحلیل وکړ، كله چې یو انسان لمونځ وکړي، د رکوع او سجدې د پوره کولو خیال و نه ساتي، خشوغ او حضور و نه لري، لمونځ یې په بدرنګه ټوټه کې تاو او اسمان ته په پورته کېدو ورته د جنت دروازې ورته خلاصې نه شي، لمونځ په دغه وخت کې خپل لمونځ کونکي ته ښیرا کوي چې( ضیعک الله کما ضیغتني. طبراني) الله جلّ جلاله دې داسې ضایع کړه، لکه زه چې دې ضایع کړم، استاد ویل: کوم لمونځ چې تاته د ضیاع او هلاکت ښېرا کوي، نو له بدیو او منکراتو به دې څنګه وژغوري؟
د امام غزالي رحمه الله مشهوره وینا ده: کله چې انسان الله ج ته سجده کوي، دی ګمان کوي، چې په دې سجده به زه رب ته نېږدې شم، خو قسم په الله که چېرې د دغې سجدې وبال د دې ښار په خلکو تقسیم شي، ټول به هلاک شي، پوښتنه ترې کېږي چې هغه څنګه؟ وه یې فرمایل یاد شخص سجده د الله ج په وړاندې ږدي، خو زړه به یې په لهو، لعب او د دنیا په محبت مشغوله وي، بیا امام غزالي رحمه الله و فرمایل، چې دا نو کومه سجده ده؟!!
بناً راځئ لمونځ سم کړو، چې سم شو.

دا هم ولولئ