اذان انلاین AzaanOnline.com

مصرۍ ښځه له یوې ورځې دفن کېدو وروسته ژوندۍ موندل شوې

په لومړي ځل مصر کې یوه ناشنا او هېښونکې پېښه منځ ته راغلې، چې خلک یې حیران کړي.
د مصر ختیځ ولایت د “فاقوس “په نوم د روغتون د ډاکټرانو د بې غورۍ له امله یوه ښځه ژوندی دفن کړی شوه.
د مصر” الوطن “خبر پاڼې د خبر په اساس یوې ښځې د خپل حرکت له لاسه ورکولو وروسته روغتون ته وړل شوې وه، چې د ډاکټرانو د معائنې وروسته ډاکترانو ځواب کړې او مړه یې بللې وه، چې د خپلوانو لخوا د تېرې سې شنبې په ورځ په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوې وه.
خبر زیاته کړې ده چې د دفن کولو یوه ورځ وروسته یې خپلوان قبر ته د سورت فاتحې لوستلو لپاره تللي و، چې له قبر څخه یې غږونه اوریدلې و، د قبر را سپړلو وروسته یې ښځه ژوندۍ موندلې وه چې له خولې او پزې یې د اکسیجن د نه رسیدو له امله وینې روانې وې چې ۱۰-دقېقې وروسته بیا وفات شوه.
خپلوانو یې زیاته کړې ده چې ایمبولانس او نورو متعلقه کسانو د ویرې له وجې هسپتال ته له وړلو او مرستې څخه انکار وکړ، چې بیا مو په خپله یو ځل بیا خاورو ته وسپارله.

دا هم ولولئ