اذان انلاین AzaanOnline.com

پاکستان:هره ورځ ۱۵-څخه تر ۳۵-کسان ځان وژنه کوي

پاکستان کې هره ورځ ۱۵-څخه تر ۳۵-کسانو ځان وژنه کوي،دا تعداد ښایي چې هر ساعت کې یو شخص ځان وژنه کوي.
د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیوایچ او) د ۲۰۱۲ کال اټکلي شمېر له مخې په ۱-لک کسانو کې ۷.۵ فیصده کسانو ځان وژنه کړې وه.
او ویل کیږی چې سږ کال تقریبآ ۱۳- زره کسانو ځان وژنه کړې ده.
بلخوا بیا ځینې کسان دغه شمېر نا سم بولي، او وایي: چې د ځان وژونکو شمېر له دغې څخه څو چنده اضافه دی.
حکومتي چارواکو ویلي: د ځان وژونکو کورنۍ د خپل اولادونو او خپلوانو د ځان وژنې لامل نه څرګندوي، خو اکثره یې دماغي ناروغۍ له امله دغه کړنې تر سره کوي

دا هم ولولئ