اذان انلاین AzaanOnline.com
  • کورپاڼه
  • چار چاپېر
  • ترکیه: عثماني خلافت کې جوړ شوی مسجد ” سلطان احمد’ باندې د سیل بینانو ګڼه ګوڼه زیاته شوې

ترکیه: عثماني خلافت کې جوړ شوی مسجد ” سلطان احمد’ باندې د سیل بینانو ګڼه ګوڼه زیاته شوې

د ترکیې اسطنبول ښار کې په سلهاوو اسلامی اثار موجود دي کم چې عثماني دوره کې جوړ شوي چې یو ورڅخه سلطان احمد مسجد دی.
سلطان احمد مسجد د اسطنبول ښار په منځ کې قرار لري چې په” أزرق “یعنې زېړ مسجد باندې هم شهرت لري،چې د عثماني خلافت دوره کې په۱۶۰۹ -او ۱۶۱۶-منځ کې جوړ شوی.
سلطان احمد مسجد د نړۍ تر ټولو ستر مسجد شمېرل کیږي چې یوه غټه تاریخي کتابخانه ، تعلیمي او روغتیایي مرکزونه په لسهاوو دکانونه او یوه لویه شنه باغچه هم لري چې رنګا رنګ ګلونو یې ښکلا زیاته کړې ده. د سلطان احمد سیمه یو د مشهورو سیاحت ځایونو څخه شمېرل کیږي، چې بې شمېره هوټلونه او د سیلانیانو ټولې اسانتیاوې په کې موجود دي.
یاد مسجد په پراخې ودانۍ او لوړو دنګو منارو شهرت لري چې ۵-دروازې لري ۳-یې د مسجد حویلۍ ته ایښې او ۲- داخل د مسجد ته.
همدارنګه د مسجد د ننه برخه کې ۲۶۰-رنګا، رنګې کړکۍ لري چې ورسره یې دیوالونه په قیمتي تیګو چې لاسي نقشو او د سرو زرو اوبو رنګ شوي، ښکلا یې نوره هم زیاته کړې.
ویل کیږي چې دغه جامع مسجد ته هر کال ۸- ملیونه سیلانیان راځي، چې په دې کې ۸-لکه غېر ملکي سیلانیان وي او هر کال یې په سیلانیانو کې څو چنده اضافه والې راځي..

دا هم ولولئ