اذان انلاین AzaanOnline.com

هند:د ډاکټرانو بې غورۍ له امله نژدې و چې ژوندی هلک ښخ شوی و

په ړومبي ځل هند کې یوه پېښه منځ ته راغلې چې اکثره خلک یې حیران کړي چې ورسره د روغتون ډاکټران هم تر پوښتنو لاندې راغلي.
“محمد فرقان” نومې هلک په یوه ترافیکي پېښه کې بې هوښه شوی و چې وروسته یو نژدې روغتون ته وړل شوی و او هغه وخت ډاکټرانو مړ ګڼلی و کله چې د محمد فرقان کورنۍ سره د علاج پیسې ختمې شوې وې.
د محمد فرقان مشر ورور محمد عرفان یوې هندي خبر پاڼې ته ویلي: محمد عرفان تداوۍ لپاره مو روغتون کې ۷-لکه روپۍ جمع کړې وې،کله مو چې ډاکټرانو ته د روپیو ختمیدلو وویل، ډاکټرانو ځواب راکړ چې مړ دی.کور ته له راوړلو،غم او فریاد وروسته مو په وجود کې حرکات احساس کړل چې یو ځل مو بیا بل روغتون ته ویوړ چې هغو وویل ژوندی دی.
ویل کیږي چې د سیمې خلکو له هندي حکومته د دغې پیښې د پلټلو او ډاکټرانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

دا هم ولولئ