اذان انلاین AzaanOnline.com

قزاقستان: دوه اردني انجنران په ډله ییز ډول وهل شوي

۲- اردني انجنران د قزاقستاني کار کوونکو له لورې هغه وخت سخت ووهل شول کله چې د اردني انجنرانو له لورې یوې قزاقستانۍ کار کوونکې نجونې سره سیلفي انځورونه خپاره شول.
تېره ورځ د قزاقستان” کلساري “سیمه کې هغه مهال ۲- اردني مشران انجنران دخپلو لاس لاندې کار کوونکو څخه په ډله ییز ډول ووهل شول کله چې قزاقستاني کار کوونکو د خپلې قزاقستانۍ کارکوونکې نجونې سیلفي انځورونه خپلو اردني انجنرانو سره ولیدل.
دغه پیښه د قزاقستان کلساري سیمې یو شرکت کې منځ ته راغلې چې د ۲-اردني انجنرانو په شمول پکې ګڼ شمیر عرب او قزاقستاني کارکوونکو کار کوو.
بلخوا یو عرب کار کوونکی الجزیره خبر باڼي ته ویلي: د ۲- انجنرانو په شمول زمونږ ۱۰۷ تنه عرب او فلسطیني کارکونوکي هم وهل شوي چې د اردن سفیر د پیښې ځای ته له رارسیدو ورسته روغتونو ته وړل شوي . قزاقستاني کارکوونکو دغه کړنه د خپلې هیواد والې نجونې په ننګ تر سره کړې او دا یې غټ شرم بللی.
یاده دې وي چې د سیلفي انځورونو اخستلو له امله ډیری کسان له مشکلاتو سره مخ کیږي چې اکثره یې د مرګ سبب ګرځي.

دا هم ولولئ