اذان انلاین AzaanOnline.com

لبنان:ازموینه کې ناکامۍ له کبله زده کوونکي ځان وژنې هڅه کړې ده

د” لبنان “هیواد بعلبک ولایت په النحله ښار کې یو زده کوونکي ځان ویشتلی.
“عباس “هغه وخت خپل ځان د پلار په تمانچه وویشت کله چې یې خپل نوم او کلنۍنمرې د تعلیم او تربیې وزارت لخوا په اعلان شوو نومونو او نمرو کې ونه موندلې.
دعباس کورنۍ “ارم “خبري پاڼې ته خبر ورکړی: عباس د شنبې په شپه هغه وخت ځان پر سر وویشت کله چې یې د تعلیم او تربیې وزارت په رسمي پاڼه خپل نوم د کامیابو زده کوونکو لیست کې ونه موند چې اوس د لبنان په یوه روغتون کې بې هوښه پروت او ژوند یې له خطر سره مخ دی.
ویل کیږي: نیژدې کلونو کې په تعلیمي ادارو کې او خصوصا د پوهنتونونو زده کوونکو کې د ځان وژنې کچه څو چنده اضافه شوې ده .چې لامل یې د نشیي توکو استعمال اوخپل فارغ وخت بې ځایه تیرول دي چې په نتیجه کې یې د ټول تعلیمي کال بوج پر ځان د ازموینې پر شپو راوړي، چې اکثره زده کوونکي له واک او برداشته وځي، چې ځینې یې د ازموینې څخه مخکې او ځینې وروسته ځان وژنې کوي.

دا هم ولولئ