اذان انلاین AzaanOnline.com

پاکستان: مختلفو ښارونو کې جنسي زورونې زیاتې شوي

پاکستاني رسنیو ته په کتو د پاکستان په مختلفو لویو ښارونو کې یادې پېښې زیاتې شوي، دغه پېښې د روژې مبارکې میاشت له ختمېدو وروسته په لاهور، کراچۍ او ملتان ښارونو کې زیادت موندلی، یادې پېښې وروسته له هغې د پاکستاني رسنیو سرخط کې راغلې، چې په عامه ځایونو کې ډېرښت وموند.
ښاریان د دغو پېښو زیاتېدا خواشیني کړي او پړه یې په سیمیزو پولیسو اچوي، ښاریان وایي: دغه خلک څو ځله د پولیسو له خوا نیول شوي، خو بېرته د رشوت په بدل او یا هم سیمیزو پولیسو سره په کلکو اړیکو ازاد شوي، یاده وي چې یادې پېښې په تلویزنونو کې د فاحشو فلمونو او ډرامو په خپرېدا هم زیاتی مومي، چې اوس تقریبا د پاکستان په لویو ښارونو کې هر کور تلویزون لري..

دا هم ولولئ