اذان انلاین AzaanOnline.com

اسلام اباد: سترې محکمې دوهم واده مشروط کړ

پاکستاني رسنۍ “اب تک” په وینا د پاکستان اسلام اباد سترې محکمې د تازه پرېکړې په اساس دوهم واده مشروط کړی شوی دی، د خبر په وینا دوهم واده د لومړۍ ښځې تر اذن پورې موقوف کړی شوی او د سرغړونې په صورت کې به دوهم واده کونکی شخص د جرمانې پرې کولو سره بند هم تېروي، دغه پرېکړه پرون د اسلام اباد سترې محکمې کړې، چې داسلام مبارک دین سره سرتاسرې ټکر کې ده، اسلام مبارک دین د څلورو ښځو کول په نکاح شرعي سره حلال ګرځولې او هم مهاله د ټولو ښځو سره دحسن سلوک امر کوي، په اسلامي ممالکو تپل شوي پردي نظامونه، همېش او مکرر داسې پرېکړې کوي، چې اسلام د اصولو سره په ټکر کې وي، چې یوه بېلګه یې دغه ده.

دا هم ولولئ