اذان انلاین AzaanOnline.com

لومړي ځل لپاره سعودي مېرمنې په الوتکو کې خادمانې نیول کیږې

په لومړي ځل کې د سعودي هوایي شرکت “طیران ناس”سعودي مېرمنې خدمتګارانې نیسي، چې الوتکه چلونکي او مسافرو سره به کومک کوي.
دغه اعلان د سعودي هوایي شرکت “طیران ناس”په خپله رسمي ټویټر پاڼه نشر کړی و،چې د خدمتګارو عمر پکې د ۲۳-کلونو څخه تر۳۰- کلونو ښودل شوی .
ویل کیږي دا اعلان هوایي شرکتونو څو میاشتې وروسته له هغې وکړ، چې سعودي مېرمنو ته د موټر چلولو اجازت ورکړل شو.
یاد هوایي شرکت زیاته کړې ده : چې د اعلان خپرولو وروسته ۴۰،۰۰-مېرمنو یادې وظیفې ته نوم لیکنه کړې.
یاده دې وي، چې د هوایي شرکتونو د اعلان وروسته سعودیانو نیوکې او غبرګونونه ښودلي او ویلي یې دي: چې سعودي مېرمنې څنګه کولی شي غیر محرمو خلکو سره سفر وکړي او پدې اړه یې له دیني علماء شرعي فتوی غوښتې.
په دغه نیوکو کونکو کې یو عزیز الحوشان دی، هغه ویلي سعودي ورځ تر بلې مخ په کمزورتیا او ناکامۍ روان دی، څنګه به سعودي مېرمنې غېر محرمو سره خبرې اترې او سفرونه کوي؟ دا یو کار دی چې ښکاره د اسلام دین سره ټکر کې دی. عزیز د سعودي حکومت مخاطب کړی دی او ویلي دي: تاسو ښځو لپاره له دغې سپکې وظیفې غېر بله وظیفه نشوه موندلی؟چیرته دي د ښځو حقوق غوښتونکي؟ ستاسو دغه رنګه کړنې په سعودي هیواد کې د محرم او غېر محرم موضوع له منځه وړل دي.

دا هم ولولئ