اذان انلاین AzaanOnline.com

قطري موسسه، فلسطین کې غریبو کورنیو سره نقدي مرسته کوي

قطر، فلسطین غزه کې ۶۰زره غریبو کورنیو سره نقدي مرستې کوي، دغه مرستې چې له پنج شنبې ورځې شروع دي، لا هم جریان لري، د دغې موسسې مشر محمد العمادي وایي: موږ له هرې کورنۍ سره ۱۰۰ امریکایي ډالر نقدي مرسته کوو. عمادي وایي: د دغو مرستو زیاته برخه له هغو کورنیو سره کېږي، چې د اسراییلو په بمباریو او یا هم د حماس او اسراییلي فوځ ترمنځ جګړه کې زیانمن شوي.
محمد العمادي وایي: یادې موسسې شپږ مېلیونه امریکایي ډالر یادو خلکو سره نقدي مرستو ته خاص کړي، برابره خبره ده که دغه خلک د اسراییلو ولکه کې لاندې سیمو کې ژوند کوي او که د حماس جهادي تنظیم. محمد العمادي وایي: موږ ۴مېلیونه امریکایي ډالر نور هم دوی لپاره خاص کړي، چې په هغې به فلسطینیانو ته د ژوند نورې اسانتیاوې برابرې شي.

دا هم ولولئ