اذان انلاین AzaanOnline.com

ابراهیم العساف: اخوان المسلمین ترهګر تنظیم دی

د سعودي عرب وزیر خارجه ابراهیم العساف په خپل ټویټر لیکلي چې: اخوان المسلمین یو ترهګر ګوند دی، چې د منځ لارۍ او اعتدال په نوم ترهګري خپروي، ابراهیم العساف زیاتوي، چې اخوان المسلمین ګوند، د حکومت واګو اخېستلو په پار ګڼې ترهګریزي پېښې کړي، چې ځانمرګي بریدونه هم په کې شامل دي.
ابراهیم العساف وایي: اخوان المسلمین ګوند غواړي حکومت ته تر رسېدو وروسته د مصر ګاونډیو هیوادونو کې نا امني خپره کړي، عساف وايي: اخوان ګوند د القاعده او جبهة النصره په څېر د اسلام غلط تصویر خلکو ته واړندې کوي او د اعتدال په نوم خلک تېر باسي. د سعودي وزیر خارجه ابراهیم العساف دا څرګندونې د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي له مرګ وروسته کړي.

دا هم ولولئ