اذان انلاین AzaanOnline.com

کویټ: امریکایی مېرمن د اسلام راوړلو څخه ۹-ورځې وروسته وفات شوه

دکویت “الرأي “خبرې پاڼې د خبر په اساس یوه امریکایي مېرمن چې اوس مهال کویټ هیواد کې مېشته وه، د سرطان ناروغۍ له کبله وفات شوه.
سارانډ سیمونا۶۰- کلنې مېرمنې د ۲۰۱۹-کال د ۶-میاشت په ۱۰-تاریخ د اسلام منلو اعلان وکړ،سره له دې چې خاوند یې جون لوریس له دې څه موده وړاندې د ۲۰۱۹-په ۲-میاشت اسلام منلی و.
دا چې د امریکایي مېرمنې د خاوند څخه غیر په کویت هیواد کې نور خپلوان نه و ،جنازه یې یو تعداد کویتي مسلمانانو اداء او په صلخبات هدیره کې یې خاورو ته وسپارله،جون لوریس د کویتي مسلمانانو شکریه ادا کړې او ویلي یې دي:مونږ په ۲۰۱۲-کې د اسلام راوړلو اراده وه، خو د وخت او حالاتو له وجې زمونږ اسلام وځنډید.

دا هم ولولئ