اذان انلاین AzaanOnline.com

یمن کې د ملخانو خرڅلا څنګه شروع شوه؟

یمن کې د فصلونو د خرابیدو د مخ نیوي لپاره د ملخانو نیول شروع شول، چې اوس یو روزګار ګرځیدلی.
څنګه چې ملخان کښت او کرهڼې لپاره یو آفت ګڼل کېږي، نن سبا یې ښکارکول او نیول په یمن کې د رزق حاصلولو ډېره ښکلې وسیله ده.
د یمن منځنيو سیمو خلک صنعاء،إب، ذمار کې دملخانو ښکار کول او خپله ورځنۍ مزدوري پرې برابرول یوه ښکلې موقع ګڼي او د یو کیلو ملخانو قیمت ۵- امریکایي ډالر دی.د یمن زیاتو سیمو کې د ملخانو خوراک د اپریل له میاشتې شروع شوی، او لومړنۍ شروع یې له هغو سیمو وشوه چې هلته کښت ، کر زیات کیده.
د عبدالله په نوم یو تن یوې خبري پاڼې ته ویلي: روژه کې به مې ملخان نیول چې زما په شمول به اکثره د نورو سیمو کوچنیو هلکانو هم په ډبیو کې نیول، ما به له هغو هلکانو څخه هم په ارزان نرخ اخېستل او د ورځې به مې د یمن په سیمو کې پلورل ،چې اوسیدونکو به یې راڅخه په ډېره مینه اخېستل او دا یې د روژه ماتي یو اهم خوراک باله.
ویل کیږي چې اکثره خلک خپلو بچیو سره د شپې ملخانو نیولو ته ځي او د ورځې یې په کلو کې پلوري، چې ورسره یې ورځنی ژوند هوسا تیریږي.

دا هم ولولئ