اذان انلاین AzaanOnline.com

مصر: د محمد مرسي شهادت سره د اخوان ګوند بندیانو اندېښنه زیاته شوې

د اخوان المسلمین ډلې په بند محکومو غړو سره د مصر پخواني ولس مشر محمد مرسي له شهادت وروسته وېره پیداشوې.
بندیان وایي: کومه کړنه چې محمد مرسي سره وشوه د همدې په څېر کړنې به د اخوان المسلمین په بند محکوم هر غړي سره ترسره کیږي.
خبر کې ویل شوي: چې د ۲۰۱۹- م کال دشروع کېدو څخه تر دا دمه د اخوان المسلمین ۱۵-غړي په بندي خانو کې شهیدان شوي، چې یو د اخوان المسلمین ډلې مشر محمد العصار چې د ۷۵- کالو په عمر او مهدي العاکف د برج العرب په بندي خانه کې د سخت مرض او ورسره د مصر دحکومت لخوا په درملنه کې د بې غورۍ له کبله شهیدان شوي. همدارنکه د ۲۰۱۳-م کال څخه تر۲۰۱۹-م کال پورې د اخوان المسلمین غټ تعداد غړي چې اکثره یې مشران و شهیدان شوي، د ټولو شهیدانو د شهادت لامل په بندي خانو کې د درملنې نه شتون دی او دا کار د مصر حکومت یواځې د انتقام اخستلو په پار د اخوان المسلمین غړو سره کوي، سره له دې چې د بشري حقوقو نړیوالې ادارې په ۲۵-ماده کې د انسانې حقوقو څخه یې یو په بندي خانو کې د بندیانو روغتیا ته پوره پاملرنه ده.

دا هم ولولئ