اذان انلاین AzaanOnline.com

په مختلفو اسلامي ممالکو کې دمحمد مرسي غایبانه جنازه اداء کېږي

محمد مرسي د مصر منتخب ولسمشر او د اخوان المسلمین ګوند مشر و، ولسمشرۍ ته تر رسېدو ۳ ورځې ورسته د مصري فوج له خوا پرې کودتاه وشوه او بندي کړی شو، تر پنځه کلن بند وروسته یې بیګا ماښام د محکمې دوران کې ساه ورکړه.
د محمد مرسي جنازه نن د مصر النصر ښار کې د هغه کورنۍ اداء کوي او په نورو مسلمانانو د جنازې اداء کولو پابندي ده، په ګڼو اسلامي هیوادونو کې نن د محمد مرسي غایبانه جنازه اداء کېږي، د فلسطین مسجد اقصی کې، پاکستان پېښور جناح پارک کې، د ترکیا او سوډان مختلفو ښارونو کې د نوموړي غایبانه جنازې اداء کېږي.

دا هم ولولئ