اذان انلاین AzaanOnline.com

د منځني ختیځ امن د مسلمانانو په شړلو راځي. یائر نیتن یاهو

اردو نیوز: د اسرایلي وزیر اعظم نیتن یاهو مشر زوی یائر نیتن یاهو په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: چې منځني ختیځ کې امن د مسلمانانو په شړلو راځي، مسلمانان باید منځني ختیځ پرېږدي او له دې ځایه لاړ شي، د اسرایلي وزیر اعظم مشر زوی یائر نیتن یاهو دا خبره وروسته له هغې کړې، چې فلسطین کې د هغوی دوه تنه فوځان د فلسطین پاڅون کونکو له خوا وژل شوي.
خبر وایي: چې د یائر یاهو فېسبوک پاڼه د اړوند ادارې له خوا تر ۲۴ ساعتونو پورې بنده شوې او د یائر یاهو دا خبره یې تشدد ګڼلی.

دا هم ولولئ