اذان انلاین AzaanOnline.com

مصر، په شخصي لګښتونو جوړ شوی مسجد امام نه لري

دمصر هیواد د “سوهاج “ولایت سیمې مېشت خلک د جماعت لمونځ سره مینې دې ته اړ کړي چې اواز پورته کړي او په خپل شخصي لګښت جوړ شوي مسجد ته امام پیداکړي.
“عبدالرحمن هریدي” په نوم د سیمي یو اوسیونکي “الیوم” خبري پاڼې ته د شکایت په توګه خبر ورکړی، چې یې د” سوهاج “وزارت اوقاف څخه دجدي اقدام او اجرائاتو غوښتنه کړې.
“عبدالرحمن “ویلي: چې د “مصر هيواد “سوهاج “ولايت د اهل اولاد شلول كلي کې د” آل طه” په نوم یو مسجد چې د سیمي د خلکو په خپل شخصي لګښت اباد شوی اوس امام نه لري,موده وړاندې مو د “سوهاج” وزارت اوقاف مسؤول ته د امام دنشتوالي خبر ورکړ چې په ضمن کې یې د “علي البدري” په نوم یو شیخ چې یاد مسجد سره نیژدې سیمه کې اوسیږي د امام په توګه د رالیږلو موافقه وکړه، خو د ادارې مدیر وروسته زمونږ خبره رد کړې ده.

دا هم ولولئ