اذان انلاین AzaanOnline.com

“مصر ” ۷- زده کوونکو څخه شهادتنامې د نقل کولو په تور نیولي

د “مصر” حکومت لوړ رتبه غړو د ثانویې هغه ۷-زده کوونکو څخه شهادتنامې نیولي چې د واټساپ له لارې پرې د نقل کولو تور لګول شوی.
د “الیوم “خبري پاڼې د خبر په اساس د کورنیو چارو وزارت هغو زده کوونکو څخه شهادتنامې نیولي چې د انګلیسي ژبې امتحان کې یې د واټساپ په واسطه ځوابونه سره شریک کړي و.
هرکال د کورنیو چارو وزارت د امتحان په دوران کې د زده کوونکو څارنه کوي ،چې سږ کال یې هم د “مصر” په مختلفو ولایتونو کې یو شمېر زده کوونکي د څارنې په مهال نیولي، چې د امتحان په صحنه کې یې سوالونه د واټساپ له لارې ځوابول، چې د اداري او قانوني اجرائاتو په اساس ورڅخه شهادتنامې ونیول شوې او ورسره د نورو اجرائاتو غوښتنه هم شوې ده.
د مصر د حکومت قانوني سزا د هغه کسانو لپاره چې د تعلیم او زده کړې په دوران کې نقل کوي ۱ -کال بند او یا،۱۲۰۰- ډالرو څخه نیولې تر ۳۰۰۰-ډالرو پورې نغده جریمه اخېستل کیږي.
ثانویه په تعلیمی دوره کې هغه مرحله ده چې له دې څخه وروسته زده کوونکي پوهنتون ته استول کیږي او د لسانس دوره یې شروع کیږي.

دا هم ولولئ