اذان انلاین AzaanOnline.com

د ځان اصلاح، د صالحې ټولنې ضامن دی!

ټولنه له ما او تا، حامد او محمود نه جوړه ده، موږ ټول د ټولنې اصلاح کولو په لټه کې یو، مګر که موږ په خپل ذات کې پلیت او ناولي خلک یو، په داسې حال کې به ټولنه هېڅ سمی نه مومي او نه صالحه ټولنه لاس ته راځي. خپل چاپېریال ته په کتو، موږ دا کوښښ کوو، چې خپل بچي صالح را ستر کړو، له هر رنګه بد اخلاقۍ یې لرې وساتو، مګر خپله د بد اخلاقیو ښکار یو، څنګ کې د ګونډي بچی بد اخلاقۍ ته سوق کوو او د بې لارې کولو هڅه یې کوو، دا بیا په خپله د خپل بچي د بد اخلاقه کولو په معنی ده، که ستا بچی کوچنی ده، څنګ کې دې کلیوال تازه ځوان را مهار نه کړ، بالعکس دې نور هم فاسد او بد اخلاقه کړ، نو څنګه د صالح بچي امید لرې؟ ستا کوچنی، چې را لویږي، د همدغه ځوان لاس ته غورځي، کوم چې ستا لاس کې و، هماغه اخلاق به ورته ښيي، کوم چا تا ور ښودلي و، نچوړ دا چې دا ناولې لړۍ به همداسې جاري وي او موږ به د یوې پلیتي ټولنې شاهدان یو.
ښه ټولنه ستر نعمت دی، خو د ښې ټولنې برابرونې لپاره د ځان اصلاح ضروري ده د شهید استاد سید قطب رحمه الله مشهوره وینا ده چې: په ځان کې مو اسلامي نظام راولئ، تر څو په ځمکه اسلامي نظام قایم شي، مطلب دا چې د ځان جوړونې پرته د ښې ټولنې سازول هوا ګزول دي، ټولنه که څه هم کوچنۍ او وړه وي، چې صالحه وي، د مدني ټولنې په څېر یې وړانګې تر لرې تلای شي، غټې امپراطورۍ، ستر طاقتونه یې په واړندې مات وي، له همدې امله دښمن موږ له ټولنې مخکې د خپل ځان اصلاح ته نه یو پرېښي، د بې لارۍ هر قسم وسایل یې په لار اچولي او هر نفس یې ځانته، ځانته مات کړی، هغه کم و زیات چې موږ کې اصلاح دي، د ټولنې فکر یې ترې اخېستی، منجمد او په ځای ناست دي.
د سترو فتنو او امتحانونو خبر مخ تر مخه سردار کونین صلی الله علیه وسلم ورکړې دی، طبعي ده چې د ځان او ټولنې اصلاح به ستونزمن وي، خو ناممکن نه ده، هم ځان اصلاح کېدی شي او هم ټولنه، خو د ټولنې اصلاح لپاره د نفس اصلاح ضروري ده.

دا هم ولولئ