اذان انلاین AzaanOnline.com

د” نيجیریا” شمالي سیمې د ښار اوسیدونکي خطر سره مخ دي

د “نيجیریا” شمالي سیمې ښاري اوسیدونکي د جرائم پیشه خلکو له طرفه د مالونو لوټکولو سره ،سره لږ تر لږه ۴۳ -کسان هم وژل شوي.
د (ای ایف پی)خبر مطابق د” نيجیریا “پولیسو ویلي: چې د “نيجیریا “شمالي خوا ته په مختلفو سیمو کې د ښاري اوسیدونکو د قیمتي مالونو لوټکولو سره یې د ښاریانو ساروي هم غلا کړي،چې ور سره د موټر سایکل باندې د سپرو خلکو لخوا ۴۳-کسان هم وژل شوي.
د خبرونو مطابق دغه ناوړه کړنې د شنبه او یکشنبې تر منځ تر سره کیږي، چې د شپې له خوا یو ځنګل څخه دغه جرائم پیشه ډله راوځي ،چې د اسلحې په زور د ښاري خلکو مالونه لوټ کوي.
د” نيجیریا “حکومت دغه پېښې غندلي او زیاته کړې یې ده چې زر تر زره به ددغې ډلې ټول غړي ونیول شي او سزا به ورکړل شي.

دا هم ولولئ