اذان انلاین AzaanOnline.com

د فوټ بال ځلیدلی لوبغاړی” پول پوګبا”څنګه مسلمان شو؟

د لندن (این این ای) مانچسټر انګلش یونایټیډ قیمت ترین فوټبالر “بوګبا” وروسته له دوه رکعته لمونځ کولو مسلمان شو.
یوې برطانوي ورځپاڼې “ډیلي میل” د” پوګبا”خبرې څه داسې رانقل کړي :”پوګبا” به همیش له خپله ځانه سوالونه کول او هغې ته به یې ځوابونه لټول چې د هغې ځوابولو سره به ده ته راحت حاصلیدو.
د “پوګبا” ژوند ډیر مشکل او نا ارامۍ کې و،خو د ده د خپلو مسلمانو ملګرو سره ناستې ولاړې اسلام طرف ته مایل کړ،چې اوس ډېر ارام دی.
دده په اړه بل اسپانوی لوبغاړی وایي:اسلام راوړلو څخه وروسته” پوګبا” یو غوره شخص جوړ شوی.
“بوګبا “د یو سوال په ځواب کې چې د اسلام او مسلمانیدو مقصد ترې پوښتل شوی و،څه داسې وویل:اسلام هر شی دی.اسلام ما کې مکمل تغیر او بدلون راوستی، زه اوس ډېر مطمئن او ارام یم،او زما په ژوند کې یو ښه تغیر زما مسلمانیدل دي، ځکه زه د موره مسلمان نه وم زیږیدلی مګر اوس مسلمان شوم.
د ۲۰۱۸-د فرانسې فوټبال جام په دوران کې” پوګبا” د اسلام په باره کې ویلي و،اسلام د ترهګرۍ دین ندی، لکه څنګه چې په میډیا او رسنیو کې مونږ ته معرفي شوی،بلکې اسلام یو ډېر ښکلی دین دی.
“پول پوګبا” وایی: چې مابه مسلمانانو ملګرو سره ناسته ولاړه کوله، او د اسلام باره کې مې معلومات شروع کړل، یوه ورځ مې له خپل مسلمان ملګرو سره دوه رکعته لمونځ وکړ، چې وروسته له لمانځه مې یو سکون او راحت وموند ،چې دغه راحت او سکون ما کله په خپل ژوند کې نه و لیدلی ،زه له دې وروسته مسلمان شوم، او لمونځ باید پنځه وخته وشي ځکه دا داسلام رکن دی.
“پوګبا “وویل:مونږ باید الله نه مغفرت وغواړو او د صحت را بښلو شکر یې اداء کړو.
او زیاته یې کړه چې اسلام یو داسې غوره دین دی چې سړی ته ار ام ورکوي او د انسان عقل،دماغ، خلاصوي چې هغه بیا غوره فکر کويد اخرت باره کې.

دا هم ولولئ