اذان انلاین AzaanOnline.com

ټک ټاک ویډیو جوړونې له هندي ځوان ژوند واخېست

د هند پایتخت ډهلي ښار کې ۱۹ کلن ځوان سلمان ذاکر د ټک ټاک ويډیو جوړونې پر مهال خپل ژوند دلاسه ورکړ، سلمان له خپلو ملګرو سره د ويډیو جوړولو په مهال هغه وخت و وژل شول، چې دوی غوښتل په تفنګچه خطایي ډز وکړي، خو مرمۍ د سلمان په تن لګي او د لږ څه ځنډ وروسته خپل ژوند په یو سیمیز روغتون کې له لاسه ورکوي.
د سلمان وژنه لومړۍ نه ده، د ټک ټاک په ويډیو جوړونې ګڼ شمېر ځوانان ژوند له لاسه ورکوي، چې اکثره له لوړو ودانیو نه په راغورځېدو، غر نه په راښویدو او هم په دریابونو کې له ډوبېدو وژل کېږي، یاده دې وي، چې طبي ماهرینو سیلفي اخېستنه او نورې ورته ويډیو ګانې جوړول عصبي ناروغي ښودلې، خو دا څېړنه هله صدق مومي چې کله نه پرې ګڼ ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا هم ولولئ