اذان انلاین AzaanOnline.com

حوثیانو د یمن د مساجدو تاریخي آثار پلورلي

د یمن اوقاف او ارشاد وزارت مسؤول تائید کړې ده چې د حوثي جنګیالیو مشرانو د صنعاء او صعده مسجدونو تاریخي آثار او نقشې خارجي هیوادونو باندې پلورلی.
همدارنګه د وزارت اوقاف او ارشاد مدير”اسماعیل جرموزي” هم منلې ده چې حوثي جنګیاليو د صنعاء، کوکبان،او صعده د جامع مسجدونو تاریخي آثار او قیمتي نقشې په خارجي هیوادونو پلورلي.
ځايي راپورونه وایی: چې موده وړاندې حوثي جنګیالیو د صنعاء مسجد څخه هغه قران کریم هم پلورلی کم چې د هوسۍ په پوستکي لیکل شوی و.
او ورسره دا هم ویل شوي چې یوه نااشنا نسخه د قران کریم په یو ایراني باندې د درې میلونه ډالرو بدل کې د حوثیانو لخوا پلورل شوې ده.
یاده دې وي چې د ځينو روایاتو په اساس د صنعاء مسجد هغه ړومبنی مسجد ښودل شوی کوم، چې رسول الله( ص )یې د هجرت په شپږم کال د مکې د فتحې نه مخکې د جوړولو امر کړی و.

دا هم ولولئ