اذان انلاین AzaanOnline.com

مصریان د لېمو له لوړې بیې زورېږي

لېمو داسې نعمت دی، چې په هر موسم یې استعمال زیات او مفید دی، له همدې امله یې په ټوله نړۍ کې استعمال زیات دی، خو مصریان یې په لوړه کچه استعمالوي، مصریان لېمو زیات خوښوي او خپل نېږدې دوست ته د کمال محبت ښکاره کولو په پار وایي: (داسې راته ګران یې لکه لېمو) چې له همدې امله د رسنیو نظر هم ور اوړېدلی، مصریان د لېمو د شربت خاص اهتمام کوي او وایي چې د مغزو په پیاوړي کولو کې مرسته کوي، خو اوس یې مصریان له لوړې بیې سر ټکوي، د اردو نیوز خبري رسنۍ په وینا: یو خلته لېمو چې خاصه اندازه لري عموماً په۳۰ پاونډه خرڅېده، خو اوس یې قیمت ۱۰۰ پاونډو ته ختلي، چې زیات خلک یې په استعمال کې پاتې راغلي او دلېمو لوړه بیه یې زوروي.

دا هم ولولئ