اذان انلاین AzaanOnline.com

د ایران پولیس ۵۴۷ -هوټلونه بندوي

د ایران پولیسو مشر “حسین رحیمي”د جون ۷- د شنبې په شپه امر وکړ چې د طهران هغه ۵۴۷ -هوټلونه دې بندشي چې ځوانان یې عبث له کاره ویستل.
دفارس یوې خبري پاڼې وضاحت ورکړی چې یادو هوټلونو به موسیقي غږوله، او ځوانان به یې تر شپې ناوخته عبث مصروف کړي و.
او دا هم ویل شوي چې دغو هوټلونو ته مخکې څو ځل اخطار ورکړل شوی و، خو بالعکس د روژې په آخره لسیزه کې یې لا زیات موسیقۍ غږولو او عبثیاتو ته زور ورکړی و ،چې په نتیجه کې یې د ایران پولیسو غبرګون وښود او د هوټلونو د ټړلو امر یې وکړ.
“حسین رحیمي “په خپلو خبرو کې یوې خبر پاڼې کې ویلي چې مونږ د نر او ښځې په مشترکه نڅا او په موټرو کې حجاب لرې کولو باندې هم بندیز لګولی، چې د سرغړونې په نتیجه کې به یې عاملین ضرور سزا ویني.

دا هم ولولئ