اذان انلاین AzaanOnline.com

هالینډ: ځان وژنه کې مرسته کونکي کلنیک باندې ګڼه ګوڼه زیاته شوې

هالینډ هغه هیواد چې ځان وژنه په کې قانوني حیثیت لري، د هالینډ په “دي هیګ” ښار کې د “اسانه مرګ” په نوم کلینیک شتون لري، چې د ژوند نه تنګ خلک په کې د ځان وژنې لپاره نوم لیکنه کوي.
د اردو نیوز خبري رسنۍ په قول په دې کلنیک کې د ځان وژنې لپاره نوم لیکنه باندې ګڼه، ګوڼه ډېره شوې او د پخوا په پرتله په کې خورا زیاتوالی راغلی، د خبر په وینا د هفتې په دوران کې ۲۵ تنه د ځان وژنې لپاره نوم لیکنه کوي، د ځان وژنې لپاره ۱۸ کاله عمر شرط دی او له دې کم عمر لرونکو سره د مور او پلار توافق هم شرط دی.
د هالینډ حکومت دا قانون په ۲۰۰۲ میلادي کال کې پاس کړې او په ۲۰۱۲ میلادي کال کې یې ورته د “لیونس اینډي” په نوم کلنیک پرانستی، چې د “اسانه مرګ” په نوم مشهور دی.

دا هم ولولئ