اذان انلاین AzaanOnline.com

د اسلامي ممالکو اختر په خونرېزۍ پای ته ورسېد

وړمه ورځ جمعه په ټولو اسلامي هیوادونو کې د کوچني اختر درېمه او اخرنۍ ورځ وه، په افغانستان، سوډان، کشمیر، سوریه کې د اختر په ورځو کې مسلسل وژنې د نړیوالو رسنیو سرخط ګرځېدلی، د اختر په ورځو کې په اسلامي ممالکو تر ۳۰۰ پورته مسلمانان د مسلط نظامونو له لوري په شهادت رسېدلي.
د “رأی الیوم” خبري رسنۍ په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سوریې په إدلب او حماه ولایتونو کې ۱۰۵ تنه وژل شوي، ورسره د سوډان په پایتخت خرطوم ښار کې د وژل شویو شمېر له ۱۰۰ تنو پورته دی، رسنیو ته په کتو د افغانستان په مختلفو ولایتونو پکتیا، لوګر، میدان وردګ کې هم لسګونه نفر په شهادت رسېدلي، ورته خبرونه له کشمیر هم شته خو د مړو شمېر یې کره نه دی معلوم.

دا هم ولولئ